وروستيو سېلاوونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

طالب سرپرست حکومت وايي، چې په هېواد کې د سېلاوونو له امله د مړو شمېر ۱۸ کسانو ته ورسېد. 

د طالب سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلاوونو د راوتلو له امله د مړو شمېر ۱۸ ته پورته شوی.

د دوی د معلوماتو له مخې، ۱۰ تنه په میدان وردګو، ۵ په ننګرهار او ۳ تنه نور هم په نورستان ولایتونو کې مړه شوي دي.

طالب سرپرست حکومت وايي، چې د دوی ولایتي ټیمونه هڅه کوي، څو سېلاو ځپلو ته اړینې او پر وخت مرستې ورسوي.

له دې سره جوخت د د طالب سرپرست حکومت د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم ويلي، دغهرسېلاوونه چې په لسو ولایتونو کې راوتلي، ۵۰ زره کرنیزه ځمکه يې تخریب کړې او ښايي دا شمېره نوره هم پورته شي.

Back to top button