طالبانو د سلام وطندار راډیو خبریال نیولی دی

طالبانو په فارياب ولايت کې د سلام وطندار راډیو يو سيمه ييز خبریال نیولی دی.

د سلام وطندار راډیو په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په فاریاب کې د تمنا راډیو مسوول فېروز غفوري وايي، چې د طلحه په نوم د دغه ولایت د استخباراتو مرستیال له څو نورو ځواکونو سره نن سهار لس نیمې بجې د سلام‌ وطندار خبریال علاوالدین ایرکین د ده له دفتره بیولی دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته په خبرو کې ویلي، چې ښاغلي ايرکین ته لومړی یو زنګ راغی او د ځای پوښتنه یې ترې وکړه.
غفوري وايي، څو دقیقې وروسته د طلحه په نوم د فاریاب د استخباراتو مرستیال له څو ځواکونو سره د ده دفتر ته ورغلی او د سلام‌وطندار خبریال یې له ځان سره بیولی دی.
هغه زیاتوي، یادو کسانو د علاوالدین ایرکین د نیول کېدو د لامل او انګېزه په اړه هېڅ نه دي ویلي.
Back to top button