د جلال‌اباد لويه لاره بېرته خلاصه شوه

د جلال‌اباد او کابل لويه لاره، چې د زياتو ورښتونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه. 

د طالب سرپرست حکومت د ننګرهار ولایت مسؤلين وايي، د دغه ولايت عمومي لويه لاره، چې د زياتو ورښتونو او سېلاوونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه، تېره شپه ناوخته بېرته د ټرافيکو پر مخ خلاصه شوه.

ياده لاره د مرکز جلال‌اباد اوومې ناحیې نظراباد سيمه کې د زياتو ورښتونو او سېلاوونو له امله تخریب شوې وه، چې د طالب سرپرست حکومت د جلال‌‌اباد ښاروالۍ او فوايد عامې رياست لخوا بېرته ورغول شوه او د ټرافيکو پر مخ يې خلاصه کړه.

Back to top button