ایران افغانستان ته بې کیفیته تېل وارېدوي
له ګاونډي هېواد ایران څخه د فراه د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې هېواد ته شله سلنه بې کیفیته تېل را واردېږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د یاد بندر د نورم او سټنډرډ مسوولین هم مني چې د دغه بندر له لارې هېواد ته بې کیفیته تېل واردېږي، خو وايي چې څو ځله یې بې کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته ګرځولي دي.
د هغوی په وینا، له ایراني مقاماتو سره یې خبرې کړي او هغوی هم ورسره ژمنه کړې چې نور به اجازه نه ورکوي چې په افغانستان بې کیفیته او خراب تېل وپلورل شي.