لوګر کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

په لوګر کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د لوګر ولایت په مرکز اړوند التمور، حصارک او برکي برک ولسوالۍ کې تېره ورځ سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د لوګر ولایت د مرکز اړوند التمور سیمې اوسیدونکي وایي، چې سېلابونو جوماتونه، کورونه او کرنیزو ځمکو ته سخت زیانونه اړولي دي.

بل خوا د لوګر د کوچیانو د آمریت پخوانی آمر اغاګل کامران وایي، چې د برکي برک په ولسوالۍ کې سېلابونو دوه کسان وژلي او د خلکو څاروي یې هم وژلي او ژوبل کړي دي.

کامران زیاتوي، چې د یادې ولسوالۍ ګڼ شمېر کورونه فصلونه او کرنیزې ځمکې هم د سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي.

Back to top button