نامعلومو وسله‌والو يوه ځوانه نجلۍ وژلې

نامعلومو وسله‌والو په فارياب کې يوه ځوانه نجلۍ په خپل کور کې وژلې ده. 

يوې سرچينې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې تېره شپه د فارياب ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې يو کور ته نامعلومه وسله‌وال دننه شوي او يوه ځوانه ۱۵ کلنه نجلۍ يې وژلې ده.

سرچينه وايي، ياده پېښه تېره ورځ ناوخته د کوهستان ولسوالۍ په لولاش کلي کې رامنځته شوې ده او وسله‌وال کسان له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي. همداراز زياتوي، چې تر دې دمه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

دغه راز سرچينه زياتوي، چې لا د دې پېښې څرنګوالی نه دی معلوم، چې ولې وسله‌والو کسانو دا نجلۍ وژلې ده او د فارياب ولايت د طالب سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو هم تر دې دمه رسنيو ته ‌د يادې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت او تر دې وړاندې حکومتونو کې دا لومړی ځل نه دی، چې يوه ځوانه نجلۍ په مرموز ډول وژل کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم افغاني ټولنه د‌ ورته پېښو شاهده وه.

Back to top button