د روغتيا نړۍوال سازمان: د بېزو ټناکو ناروغي د اندېښنې وړ ده

د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، چې د بېزو ټناکو ناروغي پراختيا د اندېښنې وړ ده، نو ځکه يې  اضطراري حالت اعلان کړی دی.

د‌ روغتيا نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم تازه يو خبري کنفرانس کې رسنيو ته ويلي، چې د دوی سازمان د بېزو ټناکو يا مانکي پاکس ناروغۍ پراختيا اندېښمن کړی او او له همدې امله يې بيړنی حالت اعلان کړی.

دغه راز هغه ويلي، چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۷۵ هېوادونو خلک په دې ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلې یې تر دې دمه ۵ کسان وژلي هم دي.

په ورته وخت کې د روغتيا نړۍوال سازمان مشر په ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د مانکي پاکس يا د بیزو ټناکو ناروغۍ پر وړاندې خپل تدابير ونيسي او د خطراتو په اړه يې خلکو ته عامه پوهاوی وکړي.

Back to top button