جاناټان ټروټ د ملي لوبډلې نوی روزونکی ټاکل شوی

فغان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره پخوانی انګلینډی لوبغاړی جاناټان ټروټ مشر روزونکی ټاکلی. 

د افغانستان کرېکټ بورډ تېره ورځ په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې پخوانی انګلینډی لوبغاړی جاناټان ټروټ یې د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په راتلونکې اګست میاشت کې له ایرلنډ سره د دغه هېواد په کوربتوب پنځه شل اوريزه لوبې لري، چې جاناټان ټروټ به په دغو لوبو کې د ملي لوبډلې روزنه پر غاړه ولري.

بلخوا جاناټان ټروټ هم منلې او په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، خوښ دی، چې د نړۍ د یوې غوره لوبډلې د روزنې مسؤلیت ورکول کېږي او په وینا یې، دا ورته د ویاړ ځای دی.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پرمختګ لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د معلوماتو له مخې جاناتان ټروټ په سوېلي افریقا کې زېږېدلی او د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره یې ۵۲ ټسټ،  ۶۸ یو ورځنۍ او ۷ شل اووره لوبې کړي دي.

هغه په ۲۰۱۵ کال له کرېکټ سره مخه ښه کړې او له هغه وروسته یې د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي او د سکاټلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د سلاکار په توګه  هم دنده کړې ده.

Back to top button