ننګرهار کې د غنمو بدل کې یو شمېر پروژې بشپړې شوې

په ‏ننګرهارولایت کې د غنمو په بدل کې د ۴۷ پروژو چارې بشپړ شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ‎ننګرهار د کرنې رياست مسوولین وایي، چې د دغه ریاست له لوري د حصارک ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې د خوراک په بدل کې د سلګونو کسانو پر مټ يو شمېر کارېزونه او ويالې پاکې، يو شمېر سړکونه، پلې لارې او ښوونځي ورغول شول او د لسګونو نورو پروژو چارې جريان لري.

هغوی زیاتوي، چې ‏اوس مهال يادې ولسوالۍ ته شل ټنه غنم وړل شوي، چې په یادو کاريګرو به ووېشل شي.

Back to top button