پاکستان کې سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان هېواد په لاهور کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په لاهور کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د خلکو عادي ژوند ګډوډ شوى دی.

د دغه هېواد لوړ پوړي چارواکي وايي، چې د سختو سېلابونو له امله په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۲۸۲ کسان مړه شوي‌ او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال په افغانستان کې هم وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

 

Back to top button