امريکا: ایران ځان له خطرونو سره مخ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ايران به له روسیې سره په نږدې والي ځان له خطرونو سره مخ کړي.

د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نيډ پرایس نن په یوې خبري ناسته کې رسنيو ته ویلي، چې ایران تل کوښښ کوي، څو له هغه هېوادونو سره نږدې شي، چې به نړۍواله کچه منزوي شوي دي.

هغه ويلي، که چېرې ايران له روسیې خپلې اړيکې نږدې کړي، نو برخليک او ګټې به يې له ډېرو خطرونو سره مخ شي.

د نوموړي په وينا، ايران ته هېڅکله نه وه په کار، چې پر اوکراین د روسیې یرغل وستايي او ځان د يو يرغلګر هېواد ملګری وګڼي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې که ایران اټومي هوکړې ته راستون شي؛ نو له نړۍوالو سره نوې اقتصادي اړیکې جوړولی شي چې دا د دوی په ګټه اقدام وي.

امريکا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د‌ روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ايران ته تللی و او د ايران ولسمشر يې پر اوکراین د برید ستاینه کړې وه.

Back to top button