د‌ افغانستان او نړۍ د پاسپورټونو اعتبار

د افغانستان پاسپورټ يو ځل بيا په روان ۲۰۲۲ کال کې د اعتبار له نظره د نړۍ د نورو هېوادونو د نوملړ په پای کې راغلی. 

د هینلي پاسپورټ اندېکس Henley Passport Index ټولنې چې د نړۍ د هېوادونو د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي تېره ورځ په خپله تازه څېړنه کې په ډاګه کړه، چې د جاپان پاسپورټ د نړۍ د پاسپورټونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی.

د پاسپورت اعتبار پر دې معیار سنجول کېږي چې لرونکي یې کولای شي څو هېوادونو ته پرته له ويزې سفر وکړي. د هینلي پاسپورت انډیکس د څېړنې له مخې د جاپان وګړي ۱۹۳ هېوادونو ته او د افغانستان وګړي یوازې ۲۷ هېوادونو ته بې ویزې سفر کولای شي.

په فهرست کې د سنګاپور او جنوبي کوریا نومونه په ۲، جرمني او اسپانیا په ۳ او د فنلنډ، ایټالیا او لوکزامبورګ نومونه په ۴ ځای کې دي. د بلجیم، سویس او متحدوایالتونو پاسپورتونه د اعتبار له نظره په ۷ او د اسټرالیا، کاناډا او چک جمهوریت په ۸ درجه کې یاد شوي.

متحده عربي امارات په ۱۵، اسراییل په ۲۴، ترکیه په ۵۴، سعودي عربستان په ۶۸، هند په ۸۷، ایران په ۱۰۲، پاکستان په ۱۰۹ او افغانستان له عراق او سوریې وروسته په ۱۱۲ ځای کې راغلي دي.

Back to top button