تېرو څو ورځو کې له ايران زرګونه کډوال راستانه شوي

په تېرو څلورو ورځو شاوخوا ۳۵۰۰ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د نیمروز ولایت مسوولین وايي، چې په تېرو څلورو ورځو کې له ایران څخه شاوخوا ۳۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د هغوی په وینا دا شمېر افغان کډوال چې په ایران کې وو په تېرو څلورو ورځو کې د ورېښمو د پل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت نیمروز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست صدیق الله نصرت سلام وطندار ته په خبرو کې ویلي، چې په راستنو شویو کډوالو کې ۷۴ کورنۍ او ۱۹۳۵ تنه په زور او ۵۲ کورنۍ او ۱۰۹۱ تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د مهاجرت د نړۍوال سازمان يا “IOM” دفتر پر يو شمېر راستنېدونکو نغدي او خوراکي او غير خوراکي توکي هم وېشلي دي.

Back to top button