افغانستان کې د اړمنو خلکو شمېر لوړ شوی

سيګار وايي، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو خلکو شمېر لوړ شوی دی. 

سيګار يا د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې په خپل يو نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو او بشردوستانه مرستو ته د اړمنو خلکو شمېره لوړ شوی دی.

ياده اداره وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د اړمنو خلکو شمېر لوړ شوی، ځکه په ۲۰۲۱ کال کې ۱۸ ميليونه افغانانو بشردوستانه مرستو ته اړتيا لرله، خو اوس دا شمېر ۲۴,۴ ميليونه ته رسېدلی دی.

دغه اداره همداراز زياتوي، چې په افغانستان کې د بې ځايه شويو کورنيو شمېر هم لوړ شوی دی او اوس مهال نږدې ۷۱۰ زره کسان بې ځايه شوي دي.

دغه راز د سیګار په راپور کې راغلي، چې ممکن په راتلونکو څو میاشتو کې د خوراکي توکو د کمښت، ساري ناروغیو او وچکالۍ له امله بشري وضعیت تر دې هم خراب شي او همداراز خیریه بنسټونه هم له دې درکه اندېښنه لري.

Back to top button