د پاکستان پنجاب کې يوه کښتۍ ډوبه شوې
د پاکستان جیو نیوز ټلویزیوني شبکه وايي، چې د دغه هېواد په پنجاب ايالت کې د واده ګډونوالو يوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې او پايله کې يې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور هم نادرکه دي.
د پاکستان جیو نیوز ټلویزیوني شبکې راپور ور کری، چې د دغه هېواد پنجاب ایالت په رحیم یار خان ولسوالۍ کې د واده له ګډونوالو ډکه کښتۍ په سيند کې ډوبه شوې، چې پايله کې يې لسګونه کسان مړه او همداراز لسګونه نور نادرکه دي.
سرچينه وايي، چې له خلکو ډکه دا کښتۍ له يوه کلي بل کلي ته په ورا روانه وه، چې په ناڅاپي توګه اوبو کې ډوبه شوې ده.
بلخوا پاکستاني پولیس پېښه تاييدوي او وايي چې په کښتۍ ۹۲ کسان سپاره وو، چې د ۲۲ تنو مړي يې موندل شوي، ۲۸ نور نادرکه دي او پاتې کسان يې ژرغولي، خو په وينا یې د دوی ژغورونکې ډلې د نورو نادرکه کسانو د پلټنې په لټه کې دي.
همدا راز پوليس زياتوي، چې د يادې پېښې لامل په کښتۍ کې د زياتو کسانو سپرېدل دي.