کندهار کې د کولرا د درملنې مرکز پرانیستل شو
کندهار کې د کولرا ناروغۍ د درملنې ځانګړی مرکز پرانيستل شو.
د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار چارواکي وایي، چې دغه روغتیایي مرکز د کندهار ښار دولسمې ناحیې اړوند د حکیم صاحب اډې په سیمه کې پرانيستل شوی دی او د شدیدو اسهالاتو لرونکو یا کولرا د ناروغانو درملنه په کې کېږي.د کندهار د عامې روغتیا مسوولینو په وینا، دغه ګام یې وروسته تر هغې اخیستی چې په سویلي ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې د خلکو ترمنځ د شدیدو اسهالاتو یا کولرا ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.
سرچینه وایي، چې تر دې مهاله په کندهار کې شاوخوا ۲۰۰ کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي، چې روغتیاپالان یې لامل د ککړو اوبو څښل یادوي.