کابل کې د ځاځي پارک دویمه څانګه فعالېږي

په کابل ښار کې د ځاځي خصوصي پارک دویمه تفریحي څانګه فعالېږي.

د حبیب الله ځاځي خصوصي پارک مسوولین وایي، چې د دغه پارک دویمه څانګه به ډېر ژر د کابل ښار د باغ بالا په سيمه کې په فعاليت پيل وکړي.

هغوی زیاتوي، چې د دغه تفریحي پارک په جوړولو به ۲۶۶ میليونه افغانۍ پانګونه وشي او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته به کاري زمينه برابره شي.

د حبیب الله ځاځي پارک لومړۍ څانګې په دې وروستیو کلونو کې د کابل ښار د دولسمې حوزې په اړوند سیمه کې خپل فعالیت پیل کړی چې هره ورځ د سلګونه سیلانیانو کوربتوب کوي.

Back to top button