د خوړو نړۍوال پروګرام: ۹ ميليونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتيا لري

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې روان کال یې له میلیونونه افغانانو سره د خوړو او مسلکي زده‌کړو په برخه کې مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام ( WFP) تازه پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، چې روان کال يې شاوخوا ۱۰ ميليونه  افغانانو سره د خوړو او زده‌کړو په برخه کې مرسته کړې ده.

دوی همداراز وايي، چې دا مرستې يې تر ډېره پورې په بې‌ سرپرسته مېرمنو او بېوزلو کورنيو ويشلي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اداره زياتوي، چې بې‌سرپرسته مېرمنې د افغاني ټولنې تر ټولو ډېره زيانمنه برخه ده، چې په افغانستان کې یې ژوند د تاوتریخوالي، اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ له کبله له سختو ستونزو سره مخ دی.

دغه راز د يادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، شاوخوا ۲۳ ميليونه افغانان د‌ خوړو له کموالي سره مخ دي او په دې کې ۹ ميليونه داسې کسان هم شته، چې بيړنيو خوراکي توکو ته اړتيا لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانانو له اقتصادي ستونزو سر ټکوي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو نورو بنسټونو په افغانستان کې روان اقتصادي وضعيت د اندیښنې وړ بللی دی.

په ورته وخت کې والسټريټ ژورنال ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه نوې مقاله خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دغه هېواد اقتصادي وضعيت خراب لوري ته روان دی.

Back to top button