د شپږيزې کرېکټ ليګ سيالۍ پيل شوې

نن په کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د شپږيزې کرېکټ ليګ سيالۍ پيل شوې.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ليګ کې سږکال اته لوبډلې لوبېږي او د کورنيو لوبغاړو ترڅنګ يو شمېر بهرنیو لوبغاړو ته هم د لوبو کولو بلنه ورکړل شوې ده.

بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، مېس عینک اتلان، پامیر زلمي، کابل بازان، امو نهنګان، سپين غر زمریان او هندوکش ستوري هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو کې به د جام ګټلو لپاره سیالۍ تر سره کوي.

Back to top button