خوست کې يو استاد په مرموز ډول وژل شوی

يوه سيمه ييزه رسنۍ وايي، چې ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د خصوصي پوهنتون يو استاد وژلی دی. 

يوې سيمه ييزې رسنۍ پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې په خوست ولايت کې د ممتاز شیرزي په نوم د یو خصوصي پوهنتون استاد د ناپېژاندو وسله‌والو لوري وژل شوی دی.

سرچينه وايي، چې ممتاز شیرزي په تېر جمهوري نظام کې څارنوال او همداراز په یو خصوصي پوهنتون کې د استادۍ دنده هم درلوده.

سرچينه د ممتاز شیرزي د کورنۍ له قوله وايي، چې نوموړي له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او دی د  دوی د کورنۍ یوازینی سرپرست و.

د دوی په خبره، ياد کس څو ورځې وړاندې ورک شوی و او جسد یې تېره ورځ  د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

د کورنۍ غړو يې همداراز سرچينې ته زياتوي، چې د شیرزي پر بدن د شکنجې ژورې نښې نښانې ليدل کېږي او ګومان دا دی، چې د سختو وهلو ټکلو له کبله یې ساه ورکړې وي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ياد وژل‌ شوي استاد یوه درې کلنه لور هم پاتې ده.

د طالب سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو بيا تر دې دمه د استاد شيرزي د مرموزې وژنې په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو سیمو کې د هدفي او مرموزو وژنو راپورونه زیات شوي، چې له کبله یې خلک سخت اندېښمن شوي دي.

Back to top button