پغلان کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

په پغلان کې یوې ترافیکي پېښې شاوخوا شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بغلان ځایي سرچینې وایي، چې تېره شپه د ۵۸۰ بس او ټېلر ډوله موټرو د ټکر له امله اته کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

سرچینه د بغلان د عامې روغتیا له قوله لیکي چې د ټپیانو روغتايي وضعیت نازک ښودل شوی.

په بغلان کې د طالب سرپرست حکومت ځایي چارواکو د یادې پېښې په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

Back to top button