په وينيستيا ښار بريد کې لسګونه اوکراينيان وژل شوي

اوکرایني پولیس وايي، چې وينيستيا ښار باندې روسي پوځيانو د توغندیو برید کړی او په ترځ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. 

اوکرایني پولیس وايي چې روسي ځواکونو پرون د کیف د جنوب لویدیځ په ۲۷۰ کیلو میترۍ کې د وینیتسیا ښار باندې د درې توغندیو برید کړی، چې په نتيجه کې يې یو دفتر ويجاړ کړی،۲۰ کسان يې وژلي او تر ۱۰۰ زيات يې بيا ټپيان کړي دي.

پوليس زياتوي، چې د روسي ځواکونو دا توغندي سمندري وو، له تورې بحیرې څخه يې توغولي دي او همداراز د استوګنې ودانيو تر څنګ یې ۵۰ موټرونه هم په بشپړه توګه سوځولي دي.

دغه راز د وينيستيا ښار والي سرهي برزوف هم پېښه منلې، خو وايي د روسانو د څلورو نورو مزايلو بريدونه يې شنډ کړي دي.

د يادونې ده، چې وينيستيا د اوکراین يو لوی او ډېر نفوسه ښار بلل کېږي او دا مهال د روسي ځواکونو تر سختو بریدونو لاندې دی‌.

Back to top button