میدان وردګ کې پر روغتیایي مرکزونو موټرسایکلونه ووېشل شول

میدان وردګو کې پر روغتیایي مرکزونو میلیونونو افغانیو په ارزښت موټرسایکلونه او ماشینري ووېشل شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې نن په دغه ولایت کې پر روغتیایي مرکزونو د ۲۶ ميلیونه افغانیو په ارزښت موټرسایکلونه او ماشینري ووېشل شول.

هغوی زیاتوي، په دې مرسته کې د ۳۰ روغتیایي مرکزونو د واکسیناتورانو لپاره د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۰ موترسایکلونه، د ولایتي روغتون لپاره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برښنا د تولید یوه پایه جنراتور، د ۱۲ کلینیکونو لپاره لمریزې برښنا د تولید وسایل او فرنیچر ووېشل شول، چې د ځینو روغتیایي مرکزونو د احاطې پر جوړولو سربېره یې ټولټال لګښت ۲۶ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

Back to top button