روسیه او اوکراین د خوراکي توکو هوکړې ته نږدې شوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، چې روسیه او اوکراین د خوراکي توکو د صادراتو په هکله يوې هوکړې ته سره نږدې شوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې  په ترکیه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرات ګټور وو او دوی د خوراکي توکو د صادراتو په هکله يوې هوکړې ته سره نږدې شوي دي.

نوموړی وايي، چې که څه هم د دواړه خواوو هوکړه نهايي شوې نه ده، خو دا تمه زياته ده، چې ډېر ژر دوی د نړۍ نورو هېوادونو ته د خوراکي توکو په صادراتو هوکړه وکړي.

ګوتریش زياتوي، سخته اړتیا ده، چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د کموالي مخنیوی وشي او د روسیې او اوکراین ترمنځ په دې تړاو یوه دایمي او بنسټیزه هوکړه وشي.

ګوتريش دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ له جګړې وروسته په نړۍ کې خوراکي توکي کم شول او لامل یې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه ده‌.

Back to top button