غزني کې سېلاوونو فوټبال لوبغالی ويجاړ کړی

باختر خبري اژانس د طالب سرپرست حکومت د غزني سیمه ییز چارواکو له قوله وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د فوټبال لوبغالی د وروستیو سېلاوونو له امله ویجاړ شوی دی.

د طالب سرپرست حکومت د غزني د فوټبال فدراسيون رئيس شمس الدين عظيمي باختر آژانس ته ويلي، په دې ښار کې وروستيو سېلاوونو د ځاني زيان ترڅنګ د لوبغالي مصنوعي چمن، د ننداره چيانو څوکۍ او د لوبغالي شنې ساحې په بشپړه توګه  له منځه وړې دي.

سرچينه د عظيمي له قوله وايي، چې د دغه ورزشي ډګر مصنوعي چمن د فوټبال نړۍوال فدراسيون په مالي مرسته د ٨٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت څه د پاسه ٣٠٠ څوکيو په نصبولو سره جوړ شوى و.

باختر خبري اژانس زياتوي، چې عظيمي د دغه فدراسيون له مرکزي مسوولينو او د فوټبال له نړيوال فدراسيون څخه غوښتي، چې د دغه ډګر د بيا رغونې چارې پيل کړي.

د غزني د فوټبال لوبغالی یو له هغو پنځو لوبغالو څخه و چې د فیفا په مالي مرسته په افغانستان کې جوړ شوی دی.

Back to top button