خیبرپښتونخوا کې ټرافیکي پېښه شوې

خیبرپښتونخوا کې د يوې ټرافيکي پېښې له کبله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د خیبرپښتونخوا د سوات په ګبين جبې سيمه کې د سېلانيانو يو موټر کندې ته غورځېدلی، چې له کبله يې ۱۲ تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستاني سرچينو د راپورونو له مخې، ياده پېښه تېره شپه ناوخته د سېلګرۍ په ځای ګبين جبه کې رامنځته شوې ده.

ځايي پولیس پېښه تاييدوي او په وېنا په په دې پېښه  کې پنځه تنه چې د يوې کورنۍ غړي دي مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

خو بل لور ته د ژغورنې اداره وايي، چې په ياده پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي او درې نور ژوبل شوي او د سوات بېلابيلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

Back to top button