د سریلانکا ولسمشر د پوځ په الوتکه کې مالدیف ته تللی

د سريلانکا د لومړي وزیر دفتر وایي چې د دغه هېواد ولسمشر ګوتابایا راجاپاسکه نن چهار شنبه سهار وختي د پوځ په یوه الوتکه کې مالدیف ته تللی.

سرچینه وایي، چې نوموړي په داسې مهال هېواد پرېښی چې وړمه ورځ قهرجنو لاریونوالو د ولسمشر پر کور برید وکړ؛ خو نوموړی ترې پټ شوی وو.

د معلوماتو له مخې، د ولسمشر راجاپاسکه ورور باسیل راجاپاسکه چې د سریلانکا د مالیې وزیر دی، هم له هېواد څخه وتلی.
د راپورونو له مخې تمه کیږي، د دغه هېواد لومړی وزیر هم له دندې لاس په سر شي.

سریلانکا په دې وروستیو کې د سختو اقتصادي ستونزو له امله د پراخو لاریونونو شاهده ده.
لاریون کوونکي د حکومتي چارواکو د بدلېدو او د دغه هېواد په اقتصادي سیستم کې د اصلاحاتو راوستو غوښتونکي دي.

Back to top button