لوګر کې پر ښوونکو او زده کوونکو صابونونه ووېشل شول

د لوګر د څرخ ولسوالۍ پر ښوونکو او زده کوونکو د ډېټول صابونونه ووېشل شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ د ۳۰ ښوونځیو په ۳۰۱ تنو ښوونکو او په ۲۳۶۳ تنو زده کوونکو د ډېټول ۲۶۶۴ کلچې صابونونه ووېشل شول.

هغوی زیاتوي، چې یاد صابونونه د پوهنې ریاست د روغتیایي چارو مدیریت د لارښوونې له مخې د ښوونکو او زده کوونکو د روغتیا ساتنې په موخه وېشل
شوي دي.

ټاکل شوې، چې د لوګر د شته ۲۷۵ ښوونځیو پر ښوونکو او زده کوونکو د یونیسف موسسې ۳۱۶۲۱ کلچې مرسته شوي ډېټول صابونونه ووېشل شي.

Back to top button