پکتیا کې یوه ډله ځوانان په خلکو ګلان وېشي

په پکتیا کې یوه ډله ځوانان پر هغو خلکو ګلان وېشي چې دغه ولایت ته د چکر لپاره سفر کوي.

سرچینه وایي، چې د پکتيا ولایت په سيدکرم ولسوالۍ کې يوه ډله ځوانان پر سړک ولاړ دي او پر هغو ميلمنو ګلان وېشي چې د دغه ولایت ځاځي اريوب ولسوالۍ ته د تفريح او چکر لپاره سفر کوي.

دغه ډله ځوانان وایي، چې له یاد کار څخه یې هدف خلکو ته د سولې، ورورولۍ، یو بل منلو او یوالي پیغام ورکول دي.

هغوی له خلکو غواړي څو د افغانانو د یوالي لپاره تر خپله وسه کار او هڅه وکړي.

Back to top button