یوې برتانوۍ په ۲میاشتو کې په یوازې ځان په الوتکه کې د نـړۍ ۵۲ هېوادونو کې دوره بشپړه کړې
یوه برتانوۍ پېغله په دې بریالۍ شوه چی په یوازې ځان په الوتکه کې د نـړۍ ۵۲ هېوادونو کې دوره بشپړه کړي.
زارا د دې ماموریت په بشپړولو د افغان الاصلې امریکایي پیلوټې ښایسته واعظ نه وروسته نوی ریکارډ جوړ کړ.
۱۹ کلنه زاره روتر فورد هغه ځوانه جلۍ ده چې په مایکرو لایت سمبال الوتکه کې یې یوازې نړیـوال سفر تر سره کړ. هغې د ۵۲ زرو کیلومټرو دا اوږد او یوازې سفر د مایکرو لایت په ګړندۍ الوتکه کې د اګسټ په اتلسمه پیل او د دوو میاشتو په ترڅ کې یې د ۵۲هېوادونو څخه په تیرېدو او په ځینو کې تر تم کېدو وروسته پای ته ورساوه.
تر نوموړۍ برتانوۍ وړاندې په ۲۰۰۱۷میلادي کال کې یوې افغان الاصلې امریکايي ښایسته واعظ دا ډول ریکارډ جوړ کړی و