که سر مو ضربه وخوري نو په لاندې حالتونو کې بايد روغتون ته ولاړ شئ


که تاسو او يا ستاسو ماشومان په سر ولګيږي او سر مو شديده ضربه وخوري نو په لاندې حالتونو کې بايد روغتون ته ولاړ شئ.
– د سر له ضربې سره يو څه وخت بې هوشه شئ او بيا بېرته را بيدار شئ ( نوټ: هغه څوک چې په هوش نه راځي هغه خو بايد په بېړه تر روغتونه ورسول شي)
– له ضربې را هسي مو زړه بديږي، خوا مو راګرزي او استفراق کوئ
– له ضربې وروسته د سر درد د درد له عادي درملو سره نه ښه کيږي
– د ناروغ په سلوک کې تغير راشي (له پنځه کالو کم ماشومان د شاه وخوا په شيانو کې دلچسپي له لاسه ورکوي)
– له ضربې وروسته د ناروغ شی هيريږي او په ياد يې نه پاتې کيږي
– که تاسو د ويني د نري (رقيق) کولو درمل کاروئ
– که تاسو او يا ستاسو ماشومان د سر له ضربې مخکې د سر يا مغزو جراحي عمليات کړي وي


ډاکټرامان شمس

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button