کندهار کې له فرصت ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ زده کونکي فارغ شول.

په کندهار کې له فرصت ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه له خطاطي، انګلیسي، تجویدالقران او کمپیوټر زده کړو څخه فارغ شول.

د فرست ښوونیز مرکز مسؤلین وایي، چې یادو فارغینو ته د ۱۵ میاشتو په اوږدو کې د مجربو ښوونکو له لوري زده کړې ورکړل شوې.

کندهار فرصت ښوونیز مرکز د بهر میشتي افغان سوداګر شوکت زماني په مالي ملاتړ تمویلیږي، او د کندهار سلګونه زده کونکي پکې د خطاطي، انګلیسي، کمپیوټر او تجویدالقران په برخو کې زده کړې ترسره کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button