Trending
کندهار کې 227 تنه محصلين فارغ شول
په کندهار کې د ميرويس نيکه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه دوه سوه اوويشت تنه محصلين فارغ شول.
دا محصلين په داسې حال کې فارغېږي، چې په ټول افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دولتي پوهنتونونه تر نامعلومې نېټې پورې تړل شوي او محصلين يې د خلاصېدو غوښتنه کوي؛ خو د خصوصي پوهنتونونو دروازې د زده کړيالانو پر مخ خلاصې دي او د خپلو زدکړو چارې په منظم ډول مخته وړي.
د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې هم څو ورځې وړاندې د مالي ستونزو شکايت کړی و،چې محصلين یې د فيس د ورکړې توان نه لري، دوی ويلي و که د هېواد اقتصادي حالت په همدې ډول روان وي، نو لرې نه ده چې دروازې به يې د محصلينو پر مخ وتړل شي.
د دولتي پوهنتونونو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت حکومت تراوسه کوم غوڅ دريځ نه دی څرګند کړی.