کرزی: نړۍ به يو ټولشموله حکومت په رسميت وپېژني

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې نړۍ به په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي له اسوشېټډ پرس سره په تازه مرکه کې ويلي چې ټاکل شوې وه د کابل د سقوط په ورځ یا پر سبا یې دوی په سوله ییزه توګه طالبانو ته د واک د انتقال په موخه دوحې ته لاړ شي خو په وینا یې اشرف غني له هېواده په تېښتې سره هر څه ګډوډ کړل.

نوموړی زياتوي چې د ا.ا ځواکونه کابل ته نه دننه کېدل خو کله چې دوی وکتل چې وضعیت ګډوډېږي نو ده هم له طالبانو وغوښتل چې کابل ښار ته دننه شي څو د چور او چپاول مخنیوی وشي.

هغه څرګنده کړې ده چې د اشرف غني تر تېښتې وروسته د ارګ د محافظت رئیس ورته د ولسمشرۍ د خالي څوکۍ ډکولو غوښتنه هم ترې کړې وه، خو وايي دا کار غیر قانوني و او د هېواد په ګټه نه و نو ځکه ترې ترې تېر شو.

کرزي په دې مرکه کې ویلي چې بسم الله خان ترې له هېواده د وتلو غوښتنه کړې وه. د هغه په وينا، د پلازمېنې د سقوط پر مهال د ملي دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير او د کابل امنيه قوماندان په ګډون هېڅ امنيتي چارواکی په کابل کې  نه و.

پخواني ولسمشر کرزي پر نړۍ غږ کړی چې طالبان دې په رسمیت وپېژني خو دا یې هم شرط ښودلی چې د طالبانو حکومت دې د ښځو د حقونو په ګډون نورو ازادیو ته درناوی وکړي.

همداراز نوموړي  یو ځل بیا د ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو د ټینګار ترڅنګ ویلي دا هم ويلي چې له نړۍ سره د تعامل یوازینۍ لار ټولشموله نظام دی.

حامد کرزي دا هم ویلي چې افغانان باید له خپلو تېروتنو زده کړې وکړي او اصلاح یې کړي.  هغه پر طالبانو هم غږ کړی چې په هېواد کې د هر ډول ناکراریو مخه دې ونیسي.

د يادونې وړ ده چې د طالب حکومت چارواکو د پخواني ولسمشر کرزي په تازه څرګندونو تر دې‌ دمه هیڅ نه دي ويلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button