کاپیسا کې د سړک ویجاړې شوې برخې ورغول شوې

د کاپیسا ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د دې ولایت د سړک ویجاړې شوې برخې ورغول شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت د رسنیو مسؤلین وایي، چې د کاپیسا ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ او پرسونل له لوري د دې ولایت د سړکونو هغه برخې چې له وړاندې ویجاړې شوې وې د رغولو چارې یې بشپړې شوې.

هغوئ زیاتوي چې د سړک ویجاړې شوې برخې بیرته هوارې او جغل پرې واچول شو.

د ټولګټو وزارت وایي چې د سړک ویجاړو برخو خلکو ته د تګ راتګ پر مهال ستونزې رامنځته کړې وې چې اوس حل شوې دي.

او اوس مهال د سیمې خلک د پخوا په پرتله په اساني سره تګ راتګ کولی شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button