کابل کې د پاسپورټونو د ويش لړۍ بېرته پيلېږي

له ځنډ‌ وروسته د کابل/مرکز د پاسپورټ د ويش لړۍ بېرته پيلېږي.

د طالب حکومت د پاسپورټ رياست مشر علم ګل حقاني نن په يوې خبره ناسته کې اعلان وکړ، چې له ځنډ وروسته سر له سبا په کابل/ مرکز کې د پاسپورټ د ويش لړۍ بېرته پیلوي.

نوموړي همداراز ويلي چې د ولايتونو خلک دې کابل ته په پاسپورټ پسې نه راځي، دده په خبره دلته يوازې د مرکز خلک کولای شي پاسپورټونه ترلاسه کړي.

د پاسپورټ رياست د خپاره شوي مهال ويش له مخې پنجشنبه د طالب حکومت استازو ته ځانګړې شوې او نورو عادي ورځو کې عام خلک کولای شي پاسپورټونه واخلي.

د يادونې وړ ده چې کابو دوه مياشتې وړاندې د مرکز کابل د پاسپورټ رياست چارې د تخنيکي ستونزو له کبله تړل شوې وې، چې سر له سبا به بېرته پيل شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button