کابل کې د ونو پرې‌کولو له امله د یوه هوټل مالک ۱۳ لکه افغانۍ جریمه شوی دی

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل ښاروالي مسؤلین وايي، چې د “اریانا کابل هوټل” مالک یې له دې امله ۱۳ لکه افغانۍ جریمه کړی چې د دغه هوټل مخې ته يې ۲۶ شنې ونې پرې کړې وې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یاد هوټل مالک اړ کړل شو څو د ۲۶ ونو پرېکولو په جریمه کې ۱۳۰۰۰۰۰لکه افغانۍ جریمه ورکړي او پیسې یې د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست ته ورکړل شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل ښاروالي وایي، یاده اداره هوډ لري، څو قانون په ټولو یو شان پلی شي او له دې ډول ښاري سرغړونو مخنیوی وشي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button