کابل ښاريان: خوراکي توکو بيې لوړې دي

کابل ښاريان په بازارونو کې د خوراکي توکو له لوړو بیو سر ټکوي.

څه موده وړاندې د طالب حکومت په راتګ سره هممهاله د افغانستان په بازارونو کې ډالر د افغانۍ پر وړاندې پورته شول، ورسره جوخت په دغو بازارونو کې د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې، اوس چې ډالر ښکته شوي؛ خو د خوراکي توکو بيې لا هم په خپل ځای پاتې دي د هېواد په بازارونو کې په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې خلک د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي او ټينګار کوي چې طالب حکومت دې د خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړي.

ياد ښاریان وایي چې اوس یو ځل بیا د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي‌ او دوکانداران خپل توکي په پخوانيو بيو خرڅوي، په داسې حال کې چې ډالر هم د افغانيو پر وړاندې څه ناڅه کښته شوي دي.

بلخوا دوکانداران بیا د خوراکي توکو د بیو لوړوالي لامل د افغانۍ ارزښت ټیټیدل په ګوته کوي.

کابل ښاریانو له طالب حکومت څخه غوښتنه کوي چې په بازارونو کې دې څار ډېر کړي او له هغوی سره چې انصاف نه کوي قانوني چلند وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button