چین له افغانستان سره ۶۰۰ ټنه د غنمو نوره مرسته اعلان کړه

چین له افغانستان سره ۶۰۰ ټنه د غنمو نوره مرسته اعلان کړه.
په کابل کې د چین سفارت مسولین وایي، چې چین هېواد له افغانستان سره ۶۰۰ ټنه د غنمو نوره مرسته هم اعلان کړه،

د چین د سفارت مسؤلین زیاتوي چې ډېر ژر به د چین له سینګ یانګ څخه له غنمو بار ریل ګاډی د افغانستان پر لور روان شي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو، په یو ټویټ کې ویلي چې تېره اونۍ کې دا دویم ځل دی چې له چین څخه د افغانستان له خلکو سره مرسته کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره اونۍ هم چین هېواد له افغانستان سره ۵۰۰ټنه د خوراکي توکو بشردوستانه مرسته کړې وه

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button