پکتيا کې چاودنې ۲۳لمونځ کونکو ته مرګ ژوبله اړولې

پکتيا کې چاودنې ۲۳لمونځ کونکو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پکتیا په ډنډي پټان ولسوالۍ کې د خروټو کلي په جامع جومات کې ماین چاودنې درې کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

‏د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مولوي کرامت وایي، دغه چاودنه د ډنډي پټان ولسوالۍ د خروټو کلي په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته د خلکو د راوتلو پر مهال شوې ده.

هغه زیاتوي، چې د یادې چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د دغې چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button