پښتو غزل
په لونګو معطره هوا راغله
په ماښام کې ستا له دره هوا راغله
د اوربل د لیدو سوال مې خدای قبول کړ
شال یې یوړ، ستا له سره هوا راغله
مخه ښه کې دې تاوده اسویلي وکړه
که د هند له سمندره هوا راغله
ستا یادونو چې زه یوړم، حیف د څه دی؟
په ایرو چې زوروره هوا راغله
د واعظ له خولې نه چړ د لاړو، لاړو
چې ممبر ته له ګودره هوا راغله
ما کړې جونې، ملا سپینې حورې یاد کړې
په مونږ دواړو چې لوفره هوا راغله
ستا د زلفو خوشبویي یې راته راوړه
هوا تل وي، خو نن غوره هوا راغله
قدرت الله درمان