د پکتیا پوهنتون یو استاد له مجبوري شپني کوي

د پکتیا پوهنتون یو استاد له مجبوري شپني کوي. د پکتيا پوهنتون استاد عزت الله عاصم د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله شپني ته مخه کړې.

د پژواک خبري آژانس د یو خپاره شوي متن په حواله، د پکتیا پوهنتون دغه استاد په پښتو ادبياتو کې ماسټري او د استادي لس کلنه کاري تجربه لري.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه بیا وایي، چې استاد عزت الله عاصم منفک شوی نه دی او انځور یې د کور د څارویو دی چې مازدیګر یې په پولو د ساعت تېري په موخه څروي.

خو پژواک وایي چې دوئ داسې ثبونه او د عاصم غږونه لري چې هغه پکې له بې روزګارۍ شکایت کوي او له پژواک سره د هغه متن او انځورونو موافقه کوي چې پکې د عاصم له بېکارۍ خبر ورکول شوی دی.

واک ته د طالبانو د حکومت له رسېدو وروسته د هېواد د پوهنتونونو یو شمېر استادان بهر ته ولاړل او یو شمېر یې له بد اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button