پوتین د روسیې اسمان د ۳۶ هېوادونو هوایي شرکتونو ته وتاړه

د رسنیو د راپورونو په حواله، د روسیې ولسمشر ولایمیر پوتین یو فرمان صادر کړ چې له مخې د روسیې اسمان د ۳۶ هېوادونو شرکتونو ته وتاړه.

په دغه هېوادونو کې له اروپايي ټولنې څخه اتریش، بلجیم، بلغاریا، هنګري، آلمان، یونان، ډنمارک، آیرلینډ، آیسلینډ، هسپانیه، ایټالیا، قبرس، لاتویا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سلواکیا، سلوانیا، فنلنډ فرانسه، کروشیا، چک جمهوریت، سویډن، استونیا شامل دي.

دغه راز له اروپايي ټولنې څخه بهر بیا البانیا، انګیلا، بریتانیا، برتانوي ورجین ټاپو، جبرالټر، جرسي، کاناډا او ناروې شامل دي.

روسیې د تېرې پنجشنبې په ورځ پر اوکراین یرغل پیل کړ چې تراوسه دوام لري، روسیه پر اوکراین تر برید وروسته د امریکا او د امریکا د متحدینو له ګڼ شمېر بندیزونو سره شوه. خو روسیه وایي چې دا بندیزونه زموږ پر هېواد کومه اغېزه نه شي کولی.

د په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو هم د مسکو پر وړاندې ورته اقدام ترسره کړی و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button