پوتين: له نړيوالې ټولنې سره د ا.ا حکومت په رسميت پېژندلو پريکړه کوو

روسیه له نړیوالې ټولنې سره پر ګډه پرېکړه کوي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې نړيوالې ټولنې سره په ګډه پريکړه کوي، چې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.

پوتین په تازه څرګندونو کې همداراز ويلي، د دې لپاره چې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژندل شي، پکار ده، چې دوی مونږ په ټولشمول والی باوري کړي.

له دې سره هغه یو ځل بیا د نشه یي توکو قاچاق او مرکزي اسیا ته د امنیتي ګواښ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالب حکومتي چارواکي له نړۍ والو د حکومت رسميت پېژندلو غوښتنې کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button