په کندهار کې د پنبه دانې د غوړیو تولید زیات شوی

د رسنیو د راپورونو له مخې، د برېښنا له پرچاوۍ سره سره د کندهار په صنعتي پارک کې یوه فابریکه ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۵ ګاټه پنبه، ۳۵ بېرله غوړي او ۱۳۰۰ پارسله کنجاړه پروسس کوي.

دغه پنبه/پخته تر پروسس وروسته بهر ته صادرېږي خو غوړي او کنجاړه يې په کور دننه کارول کېږي.

راپورونه همداراز وایي، چې په تېرو ۷ میاشتو کې د برېښنا د پرچاوۍ له امله د کندهار په صنعتي پارک کې تر سلو ډېرې فابریکې تړل شوي، خو د پنبې د پروسس او د غوړیو د تولید دې فابریکې بیا د شخصي جنراټورونو په مټ له ۱۲ ساعتونو څخه خپل فعالیت ۲۴ ساعته ته غزولی او د خپلو کارکوونکو شمېر یې هم دوه برابره زیات کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مدیر احمدالله عزیزي ویلي، په جنوب کې هر کال څلور لکه ټنه پنبه پروسس کېږي، چې د خالصې پنبې او کنجارې تر څنګ ورڅخه ۳۷ زره ټنه د خوراک غوړي هم ترلاسه کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button