په واشنګټن کې د افغانستان سفارت بانکي حسابونه تړل شوي

په امریکا کې د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه تړل شوي دي.
د امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې د امریکا حکومت له یوې میاشتې را په دې خوا د افغانستان د دوو ګونسلګریو او د سفارت بانکي حسابونه تړلي دي چې دې چارې دوئ له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوئ وایي چې که څه هم د امریکا دې کار د مالي مسایلو په برخه کې خنډ ورته جوړ کړی دی، خو هڅه کوي د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

په امریکا هېواد کې د افغانستان سفارت ۹۰ کارکوونکي لري، چې د بانکي حسابونو د تړل کېدو له امله یې معاشونه نه دي اخیستي او د پاسپورتونو د تمدید په برخه کې یې مالي مسایل له ستونزو سره مخ شوي دي.

تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښوودلی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button