په مکسيکو کې د ګاز ډبې چاودنې شلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ‏د مکسیکو هېواد په چنتانا ایالت کې په یوه هوټل کې د ګاز ډبې د چاودنې او اورلګېدنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، چې دا ایالت د زیاتو سیلانیانو د ورتلو له امله شهرت لري.

د دې ایالت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې پېښه د ګازو د وتو او اور لګېدنې له امله را منځته شوې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button