په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ته ۵۰۰۰جلده پاسپورټونه لېږل شوي
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ته ۵۰۰۰جلده پاسپورټونه لېږل شوي
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مسؤلین وایي چې په سعودي عربستان کې یې د افغانستان سفارت ته ۵۰۰۰جلده پاسپورټونه لېږلي دي.
دغه وزارت زياته کړې چې د قونسلي چارو ریاست به د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ د ریاست په همکارۍ په نږدې راتلونکې کې د سعودي عربستان ترڅنګ د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د اړتيا په وخت کې په تدریجي ډول د پاسپورټونو د لېږلو بهیر پیل کړي