په خپلوانو کې واده کول ولې مشکل جوړوي؟

په خپلوانو کې واده کول ولې مشکل جوړوي ؟
له هغه چا سره چې واده کوئ لومړی مو دخپلې وینې معاینات ترسره کړئ که دمعایناتو نتیجه کې دښځينه دوینې ګروپ -rh وي او دنارینه دوینې ګروپ +rh وي نو د داسې اشخاصو واده کول د ماشوم لپاره خطرناکه دي او د دوئ ماشوم هم باید دجدي څېړنې لاندې ونیول شي که چیرې دښځې په نس کې د ماشوم دوینې ګروپ دمور دهغې سره یو شان وي یعنې -rh وي نو ماشوم ژوند ته کوم خطر نشته او ښځه کولی شي د معمول په ډول ولادت وکړي خو که دمور په نس کې دماشوم دوینې ګروپ دپلار دوینې ګروپ سره یوشان وي یعنې +RH وي نو په دې وخت کې د ماشوم ژوند په خطر کې دی او باید دجدي مراقبت لاندې ونیول شي که دماشوم وینه +RHګروپ ولري او دمور یې -rh نو په دې صورت کې دمور د بدن دفاعي سیسټم دماشوم دوینې حجرې دحملې لاندې راولي او ماشوم په کمخونۍ،زیړي، عصبي تخریب او دزړه خربوالي باندې اخته کیږي

که چیرې داسې اشخاص چې ښځه -rh اونارینه +RH دوینې ګروپونه ولري سره واده وکړي نو څه باید وکړي

د حمل په ۲۸ هفته کولای شي دcoombs test په نوم یو ټیسټ ترسره کړي که چیرې دا ټیسټ مثبت وي نو د ماشوم ژوند په خطر کې دی او باید مراقبت یې وشي که چیرې دا ټیست منفي وي نو دا مانا چې دمور دفاعي سیسټم د ماشوم په وړاندې انتي باډي لا تراوسه نه ده جوړه کړې او دوینې حجرات یې هم دحملې لاندې نه دي راوستي نو داوخت باید مورته د rogham immune glubolin په نوم پیچکاري ترسره شي د دې پیچکاري دنده دا ده چې د مور دفاعي سیسټم دفشار لاندې راولي ترڅو دماشوم دوینې حجرات نور تخریب نکړي دا پیچکاري
۹۰ فصده کامیابه وي

باید مخکې له کوژدې د وینې معاینات ترسره کړئ
ترڅو له ورته ستونزو وژغورل شئ.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button