په افغانستان کې دې‌ بحثونه پيل شي

امریکا وایي په افغانستان کې دې هم د اوسلو په څېر بحثونو او مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوسلو غونډه د بشري حقونو او په تېره بیا د مېرمنو د حقونو د خونديتوب لپاره يو غوره فرصت دی.

د نوموړې په وینا په دې مذاکراتو کې مېرمنو خپلې غوښتنې مطرحه کړې دي او د بحثونو دوام د ټولو اړخونو په ګټه دی.

مېرمن امیري وایي په افغانستان کې بشري وضعیت ترینګلی دی نو د ښه کولو لپاره یې یوازینۍ لار خبرې او بحثونه دي.

امیري همدراز ویلي مونږ تمه لرو چې د اوسلو په څېر د بېلو قشرونو ترمنځ د خبرو لړۍ افغانستان ته هم راشي او بېل اړخونه دې د خبرو له لارې خپل نظریات يو بل سره شریک کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button